د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېتې لومړۍ غونډه ترسره شوه. دې غونډه کې د مالي ملاتړ په مکانېزم او له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د لګښتونو څرنګوالي، د وارداتو او صادراتو څخه د فیسونو راټولولو په موخه د مشخصو قوانینو په جوړولو او د یاد صندوق لپاره د بانکي حساب پرانیستلو پر تړاو خبرې شوې. د صنعت او سوداګرۍ وزیر دې غونډه کې ویلي، چې د سکنرونو پېرل او د هېواد په بندرونو کې یې نصبول له لومړیتوبونو څځه دي، څو د وارداتي او صادراتي توکو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.












