د جمعیت اسلامي ګوند د اجرایه مشر عطا محمد نور او ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح ترمنځ نوې ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. عطا محمد نور په دې وروستیو کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې امرالله صالح وظیفوي تداخل کوي او د نورو ادارو په چارو کې مداخله کوي. دده په خبره لومړی مرستیال د خپلو سیاسي سیالانو د کمزوري کولو لپاره تورونه پورې کوي او هڅه کوي سیاسي څېرې بدنامې کړي. خو امرالله صالح نن په یوه فیسبوک پیغام کې د عطا محمد نور پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ده ویلي چې ټول اطلاعات یې سم، دقیق او کره دي. دده په خبره د فساد، زورواکانو، غاصبانو او ولس ازاره خلکو پر وړاندې به یې مبارزه روانه وي. صالح ټینګار کوي چې په حیرتان بندر کې به هم ډېر ژر د فساد پر ضد پراخ عملیات پيل کړي. دده په وینا د ټولو هغو کړیو اسناد ورسره شته دي چې په دې بندر کې د فساد ملاتړ کوي. صالح عطا محمد نور ته ګوتڅنډنه کړې چې په چارو کې یې مداخله و نه کړي او په خبره یې دی خپلو اصلاحي اقداماتو ته ادامه ورکوي.












