سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

علي بابا ګروپ

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
علي بابا ګروپ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

علي بابا ګروپ کمپنۍ د الکترونیکي سوداګرۍ په نړۍ کې یو فعال چینایي شرکت دی. دوی د پلور او پېر خدمات د انټرنېټ له لارې خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي. دغه کمپنۍ له امازون او ای بي کمپنیو سره په رقابت کې ده. د دوی پلور تر ۱،۱ میلیارد ډالرو اوړي چې په دې توګه نو تر یادو دوو کمپنیو په پلور کې وړاندې هغه ده. دغه کمپنۍ په فعاله توګه د انټرنېټ له لاري سوداګریز خدمات وړاندې کوي. په ۲۰۱۴ کال کې یې ارزښت ۲۳۱ میلیاردو ډالرو ته رسېده. په ۲۰۱۳ کال کې علي بابا ګروپ وروسته له دې امریکايي بازارونو ته ننوت، چې له یوه چینايي شرکت سره د شراکت هوکړې ته ونه رسېد. د علي بابا ګروپ پر وېبپاڼه کولی شی تاسې میلیونونه ډوله وسایل او توکي واخلی. همدارنګه د علي بابا وېبپاڼه د نړۍ په ۲۰ غوره وېبپاڼو کې شمېرل شوې ده. د دغه کمپنۍ ۶۰ سلنه خدمات چینایانو ته وړاندې کېږي.

د علي بابا کمپنۍ کارونه یې د اوسني مالک جک ما په کور کې پيل شوي دي. د دغه شرکت بنسټ همدلته په ۱۹۹۹ کال کې اېښودل شوی دی. نوموړي دغه کار په پکن کې پيل کړی دی، دی وايي، ما له ځان سره فکر وکړ چې علي بابا مې شرکت ته ښه نوم دی؛ ځکه اسانه تلفظ کېږي.

جک ما د علي بابا کمپنۍ عامل مدیر دی، هغه د ۲۰،۸۸ میلیاردو ډالرو په لرلو د نړۍ په میلیاردرانو کې ۳۶م ځای لري. یو وخت کې په کار پسې ګرځېده، کیسه یې په زړه پورې ده، پوهېږی جک ما یو وخت غوښتل چې د کې اېف سي په یوه هوټل کې کار پیل کړي، خو ده ته یې وویل، وروره ته کوچنی یې، اندام دې وړ دی، ونه دې ټيټه پاتې ده، سره له دې ښکلی هم نه یې. خو پوهېږی؛ همدغه جک ما اوس میلیاردر دی.

جک ما په حقیقت کې د علي بابا د شرکت هر څه دی. هغه که نه وی، نو دا شرکت به نه و، ده له همدې ځایه پيل کړه، هغه د الکترونیک په نړۍ کې علي بابا له سترو بدلونونو سره مخ کړ. کله چې ده د علي بابا شرکت کارونه پیل کړل، نو هغه وخت د انګلیسي یو عادي ښوونکی و، ان خلک دا هم وايي چې د سواد کچه یې د کمپیوټر د یوه عادي ښوونکي په کچه هم نه وه. هغه تر ۱۹۹۵ کال پورې انټرنېټ هم نه کاراوه. مخکې مو هم وویل چې که کې اېف سي هغه ته کار نه وی ورکړی، ځینې خو لا دا هم وایي چې آن ۲۴ ځله یې د کار غوښتنه ترې وکړه؛ خو بیا هم دی بریالی نه شو چې په دغو رستورانتونو کې ځان ته کار پیدا کړي. هغه سره له دې چې په ونه ټيټ و، خو د اقتصاد او پانګې په برخه کې یې قوي مغز درلود، یوازې په څو کلونو کې یې خپل شرکت هغه ځای ته ورساوه چې د لسیزو کمپنۍ یې شا ته پرېښودې. هغه په ۲۰۰۰ کال کې د هغه وخت تر ټولو ستره سیاله کمپنۍ اې بي په چین کې ماته کړه او له دې رقیبې کمپنۍ یې علي بابا مخکې کړ.

جک ما وايي، د شرکت له جوړولو یې موخه دا وه، چې د سوداګرۍ نړۍ اسانه کړي. یا د راکړې ورکړې پېچلې او ستړې پروسه تر هغه اسانه کړي چې وس یې رسېږي. ده همداسې وکړل، پلور او پېر یې له زماني او مکاني قید یا محدودې را وایستل. دغه شرکت لومړی د ۱۸ ملګرو په مرسته کار پیل کړ. پانګه یې کمه وه، ورو ورو یې هڅه وکړه چې د نړۍ په کچه خپل کاروبار وغځوي. دغه کمپنۍ همدا اوس ۲۵ زره کارکوونکي لري. مشتریان یې د شمېرو له مخې تر ۳ سوو میلیونو اوړي. جک ما به ویل چې له انټرنېټ سره باید خلک په دې بریالي شي چې خپل کارونه په پوره باور او ارامۍ سره تر سره کړي. ده به ویل، ښايي ډېری کسان له سایټونو استفاده ونه شي کړی، نو د همدې لپاره یې سایټ دومره ساده او عام فهمه ډیزاین کړ چې نن هم د نړۍ په ښکلو سایټونو کې شمېرل کېږي. چین مخکې هم د سوداګرۍ او صنعت یو مشهور هېواد و، خو علي بابا بیا د انټرنېټ په نړۍ کې د ورېښمو لار جوړ کړ، خلکو ته یې سوداګري اسانه کړه او له همدې لارې یې میلیاردونه ډالر وګټل.

علي بابا د خپل کار لپاره یو منظم پلان درلود، دوی غوښتل د راکړې ورکړې داسې یو سیستم جوړ کړي، چې پلورونکي له خپلو مشتریانو سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په اړیکه کې وي. د علي بابا سایټ د خلکو لپاره سلګونه کارونه پیدا کړل. په دې توګه تولید کوونکې کمپنۍ پیاوړې شوې او په دې بریالۍ شوې چې خپلو محصولاتو ته بازارموندنه وکړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د یوه مشهور سایټ له لارې خلک د دوی له محصولاتو سره اشنا شي.

ویل کېږي کله چې علي بابا شرکت د لومړي ځل لپاره جوړ شو، نو هېچا دې ته زړه نه ښه کاوه چې په هغه کې پانګونه وکړي. خو اوس داسې کم څوک پیدا کېږي چې د دغه شرکت د سهامو مینه‌وال نه وي. یاهو کمپنۍ هم د علي بابا کمپنۍ محصولات په واک کې لري، له پنځو یوه حصه یې له یاهو کمپنۍ سره ده. دوی هم له دې لارې میلیونونه ډالر ګټه کوي. څومره چې علي بابا وده کوي، د یاهو ګټه هم ډېرېږي. همدارنګه جاپانی سافت بانک هم د علي بابا کمپنۍ سهم لرونکی دی. هغه د علي بابا کمپنۍ ټیم دی او د جک په مشرۍ مخ ته ځي. دغه شرکت مدیره هیئت هم لري، خو ټول غړي یې د علي بابا پارتنرشیپ ټیم انتخابوي. دغه ډلې د بهرنیو سهم لرونکو له مداخلې پرته خپلې چارې سمبال او اداره کوي. کله چې د علي بابا کمپنۍ وده کوله، نو هڅه یې وکړه چې ورو ورو نور شرکتونه هم تر خپل چتر لاندې راولي. په همدې توګه یې څو نور شرکتونه جوړ کړل او څو نور یې تر خپل مدیریت لاندې راوستل. په حقیقت کې علي بابا ورو ورو د شرکتونو په یوه ګروپ بدلېده. اوس د دغه شرکت تر مدیریت لاندې څو نور شرکتونه هم دي چې د پلور او پېر په برخه کې فعالیت کوي.

علي بابا کمپنۍ د انټرنېټ په نړۍ کې ورځ تر بلې وده کوي، په ۲۰۰۰ کال کې چې کله د انټرنېټ یوې چینایي کمپنۍ د علي بابا کمپنۍ له مشرانو سره وکتل، نو پوښتنه یې وکړه، نه پوهېږو چې انټرنېټي نړۍ به څنګه وي؟ علي بابا کمپنۍ ورته وویل، نه پوهېږو خو موږ هڅه کوو چې په انټرنېټي نړۍ کې یو ایډيال ژوند او کاروبار رامنځ ته کړو.

په ۲۰۰۵ کال کې علي بابا کمپنۍ، د چین یاهو کمپنۍ واخیسته، په دې برخه کې یې یو میلیارد ډالر پانګونه وکړه. دا نو په هغه وخت کې په چین کې د ملکیت تر ټولو ستره سودا وه. د چین په تاریخ کې چا په دومره ډېرو پیسو ملکیت نه و اخیستی. دوی میلیاردونه ډالر پانګونه جذب کړه. په ۲۰۰۶ کال کې یې د انټرنېټي فعالیتونو د اسانه کولو په موخه له آی سي بي سي کمپنۍ سره هوکړه لاسلیک کړه. دوی په دې برخه کې څو اړخیزې همکارۍ درلودې او په دې توګه یې له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړې.

په ۲۰۰۸ کال کې په چین کې یوه ستره زلزله وشوه، د چین ټول شرکتونه سره یو ځای شول او مرستې یې وکړې. علي بابا هم په دې منځ کې ۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه او همدا راز یې له خپلو کارکوونکو او مشتریانو ۷،۵ میلیونه ډالر مرسته راټوله کړه، څو ورانې شوې سیمې له سره ورباندې ورغول شي او له ځپل شوو خلکو سره مرسته وکړي. په ۲۰۱۲ کال کې یې د تاوباوو نوم ټي مال ته واړاوه.

په ۲۰۱۳ کال کې کله چې د تاوباوو لسمه کلیزه وه، نو جاناتان لو د جک ځای ناستی د عامل مدیر په توګه وګومارل شو. علي بابا کمپنۍ هغه خلک دي چې له انټرنېټ یې ډېره ګټه پورته کړه او په ډېر عادي کار یې د میلیاردونو ډالرو کاروبار ځان ته برابر کړ.

جک ما د علي بابا چینايي کمپنۍ لوی اجرايي مدیر دی. هغه په ۱۹۹۹ کال کې علي بابا کمپنۍ جوړه کړه. جک ما همدا اوس د نړۍ په ۱۸ شتمنو کسانو کې ولاړ سړی دی. البته د فوربس مجلې د ارزونې له مخې هغه په اتلسم ځای کې دی. جک ما د چین هوګژاوو په ژجیانګ کلي کې زیږېدلی دی. جک د ځوانۍ په کلونو کې هڅه وکړه چې انګلیسي ژبه زده کړي. هغه خپل کور ته نېږدې یوه مرکز ته تلو او هلته یې انګلیسي ژبه زده کوله. پوهېږی هغه ۹ کاله همدا راز سیلانیان له ځان سره ګرځول، څو له یوې خوا انګلیسي زده کړي او له بلې خوا یو څه لګښت ځان ته برابر کړي. هغه له یوه بهرني سره دایمي ملګری شو، هغه به جک ما ته د جک په لنډ نامه غږ کاوه. ځکه چې د جک ما تلفظ کول په خپله په چیني ژبه کې ورته سخت وو.

وروسته جک ما درې ځله د کانکور په ازموینه کې ناکام شو. وروسته د ښوونکو په یوه موسسه کې داخل شو، اوس دغه مرکز هم ستر پوهنتون دی، د هانګزو په نامه یې یادوي، خو هغه وخت یوازې د ښوونکو د روزنې یو مرکز و. په ۱۹۸۸ کال کې د انګلیسي د ښوونکي په توګه له دغه مرکزه فارغ شو. کله چې له دې ځایه فارغ شو، نو ولاړ او د هانګزو د زده کړو مرکز کې یې د انګلیسي تدریس پیل کړ. وروسته یې په سي کې جي ایس بي پوهنتون کې نوملیکنه وکړه او په ۲۰۰۶ کال کې ترې فارغ شو.

جک چې کله له زده کړو فارغېږي، نو په ۳۰ بېلابېلو کارونو لاس پورې کوي. جک ما وايي، یوه ورځ ولاړم ما ویل پولیس به شم، دوی ویل، هلکه اندام دې کوچنی دی، مناسب نه یې. یوه ورځ ولاړم کې اېف سي هوټل ته، دوی دغه کار ته ۲۴ کسان وربللي وو، زه هم پکې وم، ۲۳ ومنل شول؛ خو ما ۲۴م ته د رد ځواب راکړل شو. یوازینی کس وم چې ونه منل شوم.

هغه د ۱۹۹۴ کال په اوږدو کې د انټرنېټ په اړه ځينې شیان اورېدلي وو. هغه د ۱۹۹۵ کال په لومړیو کې امریکا ته ولاړ. هلته د خپلو دوستانو په مرسته له انټرنېټ سره اشنا شو. دی وايي، ما د یوې کلمې پلټنه پیل کړه، د نړۍ له ګوټ ګوټ مې د هغه کلمې په اړه معلومات پیدا کړل. هغه ورته حیران شوی و، چې دا نو اوس څنګه کار دی. هغه همدا راز هڅه کړې وه چې د چین په اړه معلومات په انټرنېټ کې پیدا کړي؛ خو بیا حیران شوی و، ځکه د چین په اړه په انټرنېټ کې هېڅ معلومات نه وو. ده او یوه ملګري یې هملته پرېکړه وکړه چې د چین په اړه یو وېب‌ سایټ جوړ کړي او ښه ډېر معلومات پکې واچوي. د پنځو ساعتونو په اوږدو کې يې ډېر اېميلونه تر لاسه کړل، چې ډېرو خلکو غوښتل پوه شي د دغه سایټ چلوونکی څوک دی. په دې وخت کې جک ما متوجه شو چې انټرنېټ ډېر ښه شی دی. نو ویې پتېیله چې د وړاندې کولولپاره ډېر څه لري. په ۱۹۹۵ کال کې جک ما د خپلې مېرمنې او ملګرو په مرسته ۲۰ زره ډالر راټول کړل او د انټرنېټ یو شرکت یې جوړ کړ. دوی په دې وخت کې یوازې خصوصي شرکتونو ته وېبپاڼې جوړولې. هغه د خپل شرکت نوم د صحافت زېړ شرکت کېښود. په یوه کال کې یې شرکت پوره ۸ لکه ډالره ګټه وکړه، دا هېڅ د باور وړ نه وه. له همدې ځایه یې د سترو کارونو زمینه ورته برابره شوه او نن د علي بابا نوم د نړۍ په کچه مشهور دی.

Previous Post

ملي مصالحې عالي شورا د امریکا د سولې پر طرحه بحثونه کړي

Next Post

خوګیاڼی: په ننګرهار کې له ۱۸۰ فارمونو په کلني ډول ۶۰ټنه د کبانو غوښه ترلاسه کېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
خوګیاڼی: په ننګرهار کې له ۱۸۰ فارمونو په کلني ډول ۶۰ټنه د کبانو غوښه ترلاسه کېږي

خوګیاڼی: په ننګرهار کې له ۱۸۰ فارمونو په کلني ډول ۶۰ټنه د کبانو غوښه ترلاسه کېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کمربند او لار وړانديز د پورونو لومه نه، بلکې د پرمختګ فرصت دی

د کمربند او لار وړانديز د پورونو لومه نه، بلکې د پرمختګ فرصت دی

اکتوبر 18, 2023
طالبان: که امريکايي ځواکونه په ټاکلې نېټه ونه وځي پر ضد يې جګړه پيلوو

د سولې خبرې؛ افغانستان کوم لور ته روان دی؟

اپریل 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved