سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ملي مصالحې عالي شورا د امریکا د سولې پر طرحه بحثونه کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2021
in افغانستان
0
ملي مصالحې عالي شورا د امریکا د سولې پر طرحه بحثونه کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان سولې لپاره د هڅو د چټکتیا په دوام، تازه د ملي مصالحې عالي شورا هم په همدې تړاو خپله پنځمه ناسته جوړه کړې وه. د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړو په دې ناسته کې د سولې پر روان بهیر او د امریکا د سولې پر طرحې او تګلارې خبرې کړې دي. تر څنګ یې ټینګار شوی چې دغه ډول غونډې به دوام کوي او د افغان سولې په تړاو په راتلونکو نړیوالو غونډو کې باید د حکومت دريځ واضح وي. بلخوا امریکا له افغان چارواکو سره په لیدنه کې اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

وروسته له هغې چې امریکا په استانبول کې د افغان سولې په تړاو او روسیې هم په مسکو کې د سولې کنفرانس د جوړولو خبره وکړه، افغان چارواکو هم په دغو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره تیاري او سلا مشورې پیل کړې دي. د ملي مصالحې عالي شورا غړو پرون پر همدې مسئله غونډه کړې وه. د ملي مصالحې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو ګډون کړی و او د سولې پر وروستیو پرمختګونو یې بحث کړی دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اعلامیه وایي، چې غونډه د ډاکتر عبدالله عبدالله په خبرو پیل شوه او هغه وویل چې د افغانستان په اړه په نږدې راتلونکي کې نړیوال کنفرانسونه جوړېدونکي دي چې باید افغان حکومت پکې واضح دريځ ولري. نوموړي همدا راز ویلي چې افغانستان دمګړی په مهمو شرایطو کې دی او رامنځ ته شوي فرصتونه د هېواد لپاره برخلیک ټاکونکي دي، نو له همدې امله بحثونو او د دريځ روښانولو ته اړتیا ده. په اعلامیه کې راځي، چې ډاکټر عبدالله د امریکا د سولې پر طرحې او نورو مسایلو هم د مصالحې عالي شورا له غړو د نظر غوښتنه کړې ده. اعلامیه زیاتوي: «د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل، د نن ورځې ناسته ډېره حیاتي ده، موږ باید د امریکا متحده ایالتونو له خوا د وړاندې شوې طرحې او د افغان سولې په تړاو سیمه‌ییزې او نړیوالې ناستې چې په نږدې راتلونکې کې به پیل شي، باید روښانه او واضح دریځ ولرو».

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د امریکا طرحې ته په اشارې ویلي، چې افغان چارواکي له بحثونو وېره نه لري او په خبره یې، پر هره هغه لاره او انتخاب به بحثونه کوي، چې افغانان یو ګام سولې ته نږدې کولی شي. هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو نړیوالو بحثونو کې د افغان حکومت دریځ باید روښانه وي او دا پرېکړه د ملي مصالحې عالي شورا غړي باید وکړي. د دغې شورا د رهبرۍ کمېټې غړو هم وویل چې دوی د سولې ملاتړي دي او په خبره یې، د افغان حکومت داعیه برحقه ده او په دې تړاو د خپل دريځ دفاع ته تیار دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو د امریکا د سولې پر طرحه، راتلونکو اقداماتو او جوړېدونکو کنفرانسونو هم خبرې او بحثونه کړي دي. دوی ویلي، افغان حکومت د سولې ملاتړی دی، په همدې هدف یې پلاوی په دوحه کې دی چې له بشپړ او هر اړخیز ملاتړ او صلاحیت برخمن دی. دوی وویل چې افغان سوله سیمه‌ییزه او نړیواله جنبه لري، نو له همدې امله د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېرې کړي. دوی ټینګار کړی، چې د دغه بهیر بریا د نړیوالو په صداقت پورې تړلې او که دوی له افغان سولې سره صادقانه همکاري وکړي، دلته به روانه جګړه ډېره ژر ختمه کړل شي. د ملي مصالحې عالي شورا غړو دغه راز د سولې بهیر د چټکتیا، اوربند، جګړې د کمېدو او تلپاتې سولې او ثبات د راتګ غوښتنه کړې ده.

بلخوا د سولې په دې هلو ځلو کې د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي افغانستان ته راغلی و او له ولسمشر غني سره يې په لیدنه کې له افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. تر څنګ یې دا هم ویلي وو چې اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی او طالبان باید د سولې هوکړې ته خپله ژمنتیا وښيي.

Tags: Top
Previous Post

د ترکیې ناسته؛ د نوي سیاسي فصل لومړنی ګام

Next Post

علي بابا ګروپ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
علي بابا ګروپ

علي بابا ګروپ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

انتونیو ګوتریش په نیویارک کې له افغان کډوالو سره کتلي دي

انتونیو ګوتریش په نیویارک کې له افغان کډوالو سره کتلي دي

جون 20, 2022
د جي ۲۰ له لوري د څواړخيزتوب، مشارکت او برابرۍ پر وخت غوښتنه

د جي ۲۰ له لوري د څواړخيزتوب، مشارکت او برابرۍ پر وخت غوښتنه

دسمبر 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved