د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې اسلام اباد له نوي ډیلي سره د سوله ییزو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي له رویټرز اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د سوله ییزو اړیکو له امله چې په تېر کې یې لرلې دي دا دواړه هېوادونه په اټومي وسلو سمبال شوي دي نو اړتیا ده چې دواړه هېوادونه یو ځل بیا د یو بل پر وړاندې له پاروونکو اقداماتو لاس پر سر او خپلمنځي اړیکې لا ډېرې پیاوړې کړي. نوموړي د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د هند د لومړي وزیر د مبارکۍ پیغام ستاینه او هرکلی کړی دی. عمران خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د هند لومړي وزیر څه موده وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت لیک استولی و او د مبارکۍ ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.











