د غزني ولایت د پوهنې ریاست وایي، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو اوسېدونکي محمد اسماعیل محبت د قرانکريم ټولې سپارې په خپل لاس لیکلې دي. د دې ولایت د پوهنې رییس له دغه کس سره په کتنه کې نوموړی ستایلی دی. د غزني د پوهنې رییس د هېواد په لویو نندارتونونو کې په لاس لیکل شوي د دغه مقدس کتاب نندارې ته د وړانډې کولو غوښتنه کړېده. بلخوا په لاس د قرانکریم لیکونکي محمداسماعیل ویلي، د لیکل شوي قرانکریم ټولې نسخې یې په خپل لاس په شپږو میاشتو کې لیکلي او په راتلونکي کې یې هم د خپلو کړنو پر دوام ټینګار کړی دی.












