د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې اوس مهال ۵۸ مخابراتي سایټونو فعال او انټرنټي خدمات وړاندې کوي. د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس رسنیو ته ویلي، چې راتلونکي کال کې به د غور ولایت په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همغږۍ د ۳۵ نوي سایټونو د فعالېدو چارې پیل شي. هغه دغه راز ویلي، چې د دې سایټونو د جوړولو موخه د غور په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي او انټرنیټي فعالیتونو پراخول دي. د یادولو وړ ده، چې د دغو ۳۵ نوي سایټونو په فعالېدو سره به د غور ولایت نږدې ۶۰ سلنه خلک له مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شي.











