د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه – دولینه ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، چې پرون له غرمې وروسته د دولینه – فېروزکوه پر لاره په قلعه سریسنګ سیمه کې یو مازدا موټر چپه شوی، چې په کې یو کس مړ شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي. بدري د یادې پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړه.












