د فاریاب د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د ۵ شبکو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس تور جان احمدي ویلي چې دغه شبکې په پشتونکوت، المار، خواجه سبز پوش او دولت آباد ولسوالۍ کې جوړېږي. احمدي زیاته کړه چې یادې شبکې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي چې په کې د ژورو څاه ګانو کیندل، لمریزې برېښنا سېستم جوړول، د زېرمو رغول او د احاطوي دېوالونو جوړول شامل دي. د نوموړي په خبره، د دغو شبکو په جوړېدو سره به د نوموړو ولسوالیو ۱۱۷۶ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.












