د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله نهه کسه مړه شوي او اته نور تري تم دي. د مالوماتو له مخې دغه سېلابونه د لولاش کوهستان ولسوالۍ په غرجي کلي کې راوتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه سیمه کې د خلکو هرڅه په اوبو لاهو شوي او سېلاب ځپلي لومړنیو بېړنیو توکو ته سخته اړتیا لري. په ورته مهال د سرپل ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې سېلابونو د یوه ماشوم په ګډون څلور ښځې وړې دي. د چارواکو په خبره دغه سېلابونه تېره شپه په صوفک کلي کې راغلي، چې له امله یې ۱۵۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.











