د فاریاب د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د څلورو شبکو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکې د یاد ریاست په مالي ملاتړ جوړېږي، چې پرې ۲۰ میلیونه، ۲۹۴ زره او ۸۸۴ افغانۍ لګښت راځي. مسوولینو زیاته کړې، چې په یادو پروژو کې د نوموړې ولسوالۍ په بوری اوچ قلعه بوری خراسان کلیو کې د ۱۸۰- ۱۸۰ مترو په ژوروالي د دوو څاه ګانو کیندل، د ۲۰ – ۲۰ متر مکعب اوبو په ظرفیت دوو زېرمو جوړول، د ۱۸۵ نل لیکو نصبول، د لمریزې برېښنا د ۷۰ تختو نصبول او دغه راز د ۱۹۰۸ او ۱۲۲۴ مترو په اوږدوالي د پیپ غځول شامل دي.












