سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

فانوس د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 23, 2021
in پوهنتون
0
فانوس د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

فانوس د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۳ کال کې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یادې موسسې د علمي معاون ښاغلي ګل الرحمن اخګر په وینا، دوی د پیل پر مهال یوازې د ژورنالېزم پوهنځی درلود، چې دوه دېپارتمنتونه، راډیو- ټلوېزیون او عامه اړیکې یې درلودل، خو په ۱۳۹۴ کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د دوو نورو پوهنځيو، حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد جواز هم تر لاسه کړ. د نوموړي په وینا، اقتصاد پوهنځی یې څلور دېپارتمنتونه (مالي او اقتصادي چارې، اداره او تشبیثات، احصایه او اېکانومتري او ملي اقتصاد) لري. حقوق او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه دېپارتمنتونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) لري.

ښاغلي اخګر زیاته کړه، دوی له پیل څخه تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰۰ محصلین جذب کړي چې له دې ډلې یې له ۳۰ تر ۳۵ سلنې پورې ښځینه محصلینې او پاتې نور یې هلکان دي. د نوموړي په وینا، فانوس د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال شاوخوا ۱۴۰۰ محصلین لري چې په یادو شوو دریو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

ښاغلي اخګر همدا راز وویل، دوی په فانوس د لوړو زده کړو موسسه کې تر دې دمه د ماسټرۍ پروګرام نه لري، خو تمه ده چې راتلونکی کال د اقتصاد پوهنځي په MBA څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.

د فانوس د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون ګل الرحمن اخګر وايي، دوی له پیله تر دې دمه له خپلو دریو پوهنځیو څخه په څلورو دورو کې شاوخوا ۱۵۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي اخګر په وینا، فانوس د لوړو زده کړو موسسه هر کال شاوخوا ۶۰۰ نوي محصلین جذبوي او په خپلو دريو پوهنځیو کې ورته د لوړو زده کړو امکانات برابروي.

ښاغلي اخګر وویل، دوی په ټوله کې خپلو محصلینو ته په سمیستروار فیس کې تر ۴۵ سلنې پورې تخفیف ورکوي او پر دې سربېره، د کمزوري اقتصاد لرونکو، شهیدانو او معلولانو د کورنیو محصلینو ته په کال کې تر څلور یا پنځو پورې وړیا تحصیلي بورسونه ورکوي او د فانوس د لوړو زده کړو په موسسه کې ورته د وړیا لوړو زده کړو اسانتیا برابروي.

ښاغلي اخګر همدا راز زیاته کړه، دوی د ورځې په دوو دورو کې درسي چارې پر مخ وړي، چې یوه یې سهارنۍ او بله یې هم ماښامنۍ دوره ده.

د ښاغلي ګل الرحمن اخګر په وینا، دوی په خپلو دریو پوهنځیو کې ۱۵۰ استادان لري، چې په دې ډله کې شاوخوا ۳۰ سلنه یې د دوکتورا او پاتې نور یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري. د نوموړي په وینا، د استادانو له ډلې یې دېرش ښځينه استادانې دي.

ښاغلي اخګر وویل، دوی د فانوس د لوړو زده کړو په موسسه کې د خپلو محصلینو لپاره کتابتون لري، چې د پوهنځیو اړوند ډېر کتابونه پکې دي. پر دې سربېره، دوی الکترونیکي کتابتون هم لري چې محصلین کولای شي د اړتیا په صورت کې خپل مالومات ترې تر لاسه او مطالعه پکې وکړي.

د ښاغلي ګل الرحمن اخګر په خبره، دوی په هېواد کې د ننه له ځینو پوهنتونونو او علمي بنسټونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري او پر دې سربېره یې له هېواده د باندې د ایران او ترکیې هېوادونو له ځينو پوهنتونونو سره هم تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، چې پر بنسټ به یې ډېر ژر ځینې محصلین د بورسیو له لارې یادو پوهنتونونو ته ولېږي.

ښاغلي اخګر وویل، دا چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او پوهنتونونو ته تر دې دمه ډیپلومونه نه دي ورکړل شوي، نو دوی هم خپلو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي سرټیفېکټونه او ترانسکرېپټونه ورکړي دي، چې محصلین کولای شي له حقوقو څخه یې ګټه واخلي.

د ښاغلي اخګر په وینا، دوی د محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ځینې پروګرامونه لري، چې له دې ډلې یې لنډمهاله کورسونو، علمي سمینارونو او ورکشاپونو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د عملي کار پروګرامونو، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د حقوقي کلینیک اسانتیا چې تمثیلي محکمې پکې تر سره کوي، د ژورنالېزم محصلینو لپاره د پوهنتون په اړوندو رسنیزو مرکزونو کې د عملي چارو پر مخ بېولو او داسې نورو ته اشاره وکړو.

د فانوس د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول زیاته کړه، دوی د موسسې د لا پرمختګ او ښه والي په موخه ستراتيژیک پلان لري، چې تمه ده ځینې مهم پروګرامونه پکې تر سره کړي، لکه د پوهنځیو زیاتول، د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کول، له بهرنیو پوهنتونونو سره د تحصیلي بورسونو په برخه کې تفاهم لیکونه لاسلیکول او داسې نور.

ښاغلی ګل الرحمن اخګر وايي، که څه هم د دولت او لوړو زده کړو وزارت له کړنو خوښ دي، خو له دولت څخه غواړي څو د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او پوهنتونونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د نوموړي په وینا، د لوړو زده کړو ډېری خصوصي موسسې او پوهنتونونه د ودانۍ لپاره خپل شخصي ملکیت نه لري او ډېری یې په کرایي کورونو او ودانیو کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي، نوموړي له دولت څخه وغوښتل څو په دې برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او پوهنتونونو ته د ملکیتونو په برخه کې پام وکړي څو هغوی هم خپل تحصیلي فیسونه را کم کړي، چې په دې سره به ډېر مالي ستونزې لرونکي ځوانان وکولای شي چې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي او د هېواد د خدمت جوګه وګرځي.

Previous Post

بایډن د غزې؛ د بیا رغونې لپاره د مالي ملاتړ ډاډ ورکړی

Next Post

سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

سیاسي ناندرۍ او د افغانستان د پیسو د ورکړې یا تادیاتو نظام

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

پاکستان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

دسمبر 5, 2025
غور کې د ۹ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې

غور کې د ۹ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې

اپریل 24, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved