د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښې ده. د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد اسراییل سیار ویلي، چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله هغه کورنۍ چې د ښادۍ په مراسمو کې یې ګډون کړی و ۶ تنه مړه او ۹ نورټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.












