په یوه میاشت کې تر اووه سوه ډېرې امریکایي لارۍ او ټانکونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. امریکایي فوربېس نشریې په یوه راپور کې ویلي چې دوی په ټولنیزو رسنیو او نورو برخو کې د راټولو کړو معلوماتو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلي چې یوازې په جون میاشت کې طالبانو له افغان ځواکونو شاوخوا ۷۱۵، رینجرې، لارۍ ډوله امریکايي موټر او امریکایي هاموې ټانکونه ترلاسه کړي دي. سرچینه کاږي چې دغه وسایط په ډېرو برخو کې له جګړو پرته د ولسوالیو د سقوط پر مهال طالبانو ته سپارل شوي دي. فوربېس دا شمېره ټکان ورکوونکې بولي او په وینا یې ښایي لسګونه داسې نور وسایط او وسایل وي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي خو په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي. دغه نشریه ټینګار کوي چې په دې توګه د وضعیت دوام به اندېښنې ډېرې کړي او د طالبانو لاس ته د وسایلو او وسایطو لوېدل به جګړه نوره هم شدیده کړي.












