چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

قدس د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 1, 2020
in پوهنتون
0
قدس د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

قدس د لوړو زده کړو خصوصي موسسې خپلې لومړنۍ غیر رسمي چارې په ۱۳۹۲ کال کې پیل کړې دي، چې بیا یې په ۱۳۹۳ کال کې د لوړو زده کړو وزارت تر منظورۍ وروسته خپلې رسمي چارې په بغلان ولایت کې پیل کړې دي. د لوړو زده کړو د دې موسسې موسس او مشر مولوي جمال الدین احمدي وایي، چې اوسمهال یې موسسه دوه پوهنځي شرعیات او ښوونه او روزنه لري، چې دواړه یې فعال دي او عملاً پکې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. د قدس د ښوونې او روزنې پوهنځی په خپل چوکاټ کې د (کیمیا، بیولوژي، کمپیوټر ساینس، پښتو، دري او انګلسي ادبیاتو) ډېپارټمنټونه لري او شرعیاتو پوهنځی یې بیا دوه ډېپارټمنټونه لري. د لوړو زده کړو دغه موسسه اوس هم همدا دوه پوهنځي لري.

د لوړو زده کړو دغه موسسه اوسمهال د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې عملاً پر لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي، د محصلینو پنځوس سلنه یې ښځینه دي. مولوي جمال الدین وایي چې تر اوسه پورې یې ۳۹۵۰ محصلین له خپلو دواړو پوهنځیو فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. په دومره کمه موده کې ځکه له دې موسسې څخه په دومره لوړه کچه محصلین فارغ شوي، چې په ښوونه او روزنه پوهنځي کې تر ډېره هغه کسان نوملیکنه کوي، چې له دې وړاندې یې تر څوارلسم ټولګي پورې په نورو ځایونو کې زده کړې کړې دي او دلته بیا تر دوه کلنو زده کړو وروسته د لسانس په کچه فارغېږي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ښاغلی احمدي وایي چې هر کال یې د جذب کچه توپیر کوي. دی وایي، په لومړیو کلونو کې یې د جذب کچه خورا لوړه وه، خو تر ډېره دغه خبره د هېواد په امنیتي او اقتصادي وضعیت پورې هم تړلې ده، که د خلکو اقتصاد ښه وي او په هېواد کې امنیت تامین وي، نو ښکاره ده چې ډېر خلک زړه ښه کوي، چې زده کړې وکړي هغه هم په خصوصي پوهنتونونو کې. دی وایي چې پخوا به یې هر کال د زرو تنو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبول، خو تېر کال یې د پنځو سوو په شاوخوا کې محصلین جذب کړي وو.

مولوي جمال الدین احمدي وایي، چې د پوهنتون له جوړولو یې اصلي موخه خلکو ته خدمت کول او د زده کړو زمینه برابرول دي. دی وایي، تر اوسه پورې یې ډېرو هغو خلکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې نه شوای کولای  چې لوړې زده کړې وکړي. د نوموړي په خبره، پنځوس سلنه محصلینو ته یې څلوېښت سلنه تخفیف ورکړی دی. د دې تر څنګ د شهیدانو ورثه وو او د معلولینو د کورنیو غړو ته هم ځانګړی تخفیف په پام کې لري. دی وایي چې په دې برخه کې یې ځانګړې کمېټه ګومارلې ده، څو محصلین ارزیابي کړي، هغه محصلین چې اقتصادي ستونزې لري معلوم یې کړي او ځانګړی تخفیف ورکړي. د احمدي په خبره، په ټوله کې د بغلان خلک اقتصادي ستونزې لري، نو د نورو خصوصي موسسو په پرتله دوی له محصلینو لږ فیس اخلي. احمدي وایي چې له ځینو نورو دولتي ادارو هم محصلین ور معرفي کېږي او په لږ فیس د دوی په موسسه کې لوړې زده کړې کوي. قدس د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د ورځې په دریو وختونو کې خپلو محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د قدس د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د خپلو محصلینو لپاره دوه ډوله مجهز کتابتونونه هم جوړ کړي دي. د دې موسسې مشر وایي چې په یوه کتابتون کې یې په هارډ ډول د محصلینو لپاره د پوهنځیو اړوند او تر څنګ یې ډېر نور کتابونه د آزادې مطالعې لپاره هم ځای پر ځای کړي دي، څو محصلین ترې ګټه واخلي. د فزیکي کتابتون تر څنګ قدس د لوړو زده کړو موسسه ډیجیټالي کتابتون هم لري، چې محصلین کولای شي د مطالعې لپاره له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي. ښاغلی احمدي وایي چې د کتابتون تر څنګ یې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټر لب او په ټوله کې د محصلینو د وړتیا او تجربو لوړولو لپاره ټول هغه امکانات برابر کړي، چې محصلین وکولای شي د نظري زده کړو تر څنګ، عملي زده کړې هم وکړي چې ښه بېلګه یې د حقوقي کلینیک جوړول، د اونیزو او میاشتنیو ورکشاپونو او سمینارونو جوړول دي.

مولوي جمال الدین وایي چې تر اوسه پورې یې خپلو ټولو فارغ شویو محصلینو ته تصدیق پاڼې او ترانسکرېپونه ورکړي، چې خپله د پوهنتون د ادارې او لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي او محصلین کولای شي ګټه ترې واخلي. خو  په خبره یې، هغه ډیپلومونه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ور کول کېږي تر اوسه پورې دوی خپلو محصلینو ته نه دي ورکړي، ځکه مولوي احمدي وایي چې دغه ډول ډیپلومونه لومړی خصوصي پوهنتونونو او بیا په خپل وار د لوړو زده کړو  خصوصي موسسو ته ور کول کېږي، چې تر اوسه پورې یې دوی ته نوبت نه دی رسېدلی.

په قدس د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۵۰ دایمي او ۶۰ قراردادي استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. مولوي جمال الدین احمدي وایي چې هڅه کوي، څو تجربه لرونکي او په خپل مسلک کې رسېدلي کسان د استادانو په توګه پر دندو وګوماري، څو په کارپوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. نوموړی وایي چې د استادانو په ډله کې یې ښځینه استادانې هم شاملې دي. هغه زیاتوي، استادان یې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.

د نویو پوهنځیو جوړول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون پرمختګ کول، په کور د ننه او بهر کې له پر مختللو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کول د قدس د لوړو زده کړو خصوصي موسسې راتلونکي پلانونه دي.

مولوي جمال الدین احمدي وایي چې د دوی یوازینۍ موخه د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرول دي، نو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې له دوی سره همکار پاتې شي څو په ټوله کې خصوصي پوهنتونونه پرمختګ وکړي او له دې وزارت سره څنګ پر څنګ د هېواد په ابادۍ او ځوان نسل ته د زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې همکاري وکړي. دی وایي، دوی د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او تر اوسه پورې یې د دغه وزارت ټول مقررات او لایحې پر ځان عملي کړي دي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

د کاپي رایټ اهمیت او ارزښت

Next Post

کرنې وزارت: سږکال په هېواد کې د ناکو حاصلات نږدې اوو زرو ټنو ته رسېدلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
کرنې وزارت: سږکال په هېواد کې د ناکو حاصلات نږدې اوو زرو ټنو ته رسېدلي

کرنې وزارت: سږکال په هېواد کې د ناکو حاصلات نږدې اوو زرو ټنو ته رسېدلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: امريکا به خامخا د چين د ملي حاکميت او امنيتي ګټو د زيان بيه پرې کوي

اگست 2, 2022
شهریار:که ځان وژنه حرامه نه وای پر پاکستاني پارلمان مې ځانمرګی برید کول

شهریار:که ځان وژنه حرامه نه وای پر پاکستاني پارلمان مې ځانمرګی برید کول

مارچ 26, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved