د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د قرغزستان له ولسمشر سدیر جباروف سره پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو پر وضعیت خبرې کړې دي. دواړو لورو همدا راز ویلي چې دوی به د سیمې په کچه د سترو پروژو د پیلولو په برخه کې هم په خپلو کې همکاري کوي. ولسمشر غني هم قرغزستان په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری بللی دی او د دواړو لورو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د قرغزستان ولسمشر په دې تلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني ته د سفر بلنه هم ورکړې ده او ټاکل شوې چې په دې سفر کې د فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشي.











