د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ افغان پلاوي په کابل کې د قرغزستان له پلاوي سره لیدلي او پر دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو یې خبرې کړي دي. په دغه لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، چې سرپرست حکومت په ټیټ لګښت د قرغزستان له لارې له چین سره د ټرانزیټ غوښتونکی دی. په خبرپاڼه کې د قرغیزي پلاوي مشر دانیار امانګلدیف له قوله ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پیاوړتیا لپاره شرایط برابر شوي او هیله یې ښودلې چې د افغانستان او قرغزستان خصوصي سکټور به نږدې راتلونکې کې د همکاریو پروټوکول لاسلیک کړي.












