د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی. نوموړي دا خبره پرون په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د افغانستان له نوي سفیر نجیب الله علي خېل سره په کتنه کې وکړه. قریشي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان به د سیمې له اتصال او اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي. په همدې حال کې علي خېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر پورته شویو ګامونو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.












