د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین گیلدییف سره لېدلي. د دې وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، پهدې لېدنه کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ پر ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د گیلدییف په حواله زیاته کړې، غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لېدنه کې قزاقي سفیر ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې اوس هېچا ته ګواښ نهشته او نه به یې خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکارول شي.












