د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه هیواد په روان ۲۰۲۳ کال کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت له افغانستان سره بشري مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې قزاقستان له افغانستان سره د ۲۱۶ میلیارده ټنګه چې شاوخوا ۴۷۲ میلیون امریکایي ډالر کېږي، په اندازه بشري مرسته کړې ده. له افغانستان سره د قزاقستان په بشري مرستو کې دتېرې تلې په میاشت کې د هرات له زلزله ځپلو سره د دغه هیواد د ولسمشر له خوا د شاوخوا ۱۶۵۹ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته تر ټولو لویه مرسته وه، چې را لېږل شوې وه. په دې مرستو کې د غنمو، وريجو، غوړیو، شیدو،کمپلو او جامو په شمول کټونه هم شامل و. د یادولو وړه ده، چې دا مرسته د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته را لېږل شوې وه.












