لاس انجلس ټایمز ورځپانې راپور ورکړی دی چې یوازې څو ورځې د وروستیو امریکایي سرتېرو وتلو ته پاتې دي. راپور کاږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکایي سرتېرو وروستۍ ډله هم له افغانستان څخه ووځي. راپور کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان هغه څرګندونې هم راخیستل شوې چې ویلي یې وو له بګرام هوایي اډې څخه یې د وتلو ۵۰ سلنه چارې بشپړې کړې دي او ډېر ژر به پاتې کارونه هم پای ته ورسېږي. راپور کې دغه راز د امریکایي چارواکو له خولې ویل شوي چې د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو پروسه به تر راتلونکې یکشنبې پورې بشپړه شي.











