روسیې یو ځل بیا ویلي چې افغان پولې ته نږدې په تاجکستان کې یوه ستره نظامي اډه جوړوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی دمګړی د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په تاجکستان کې شاوخوا اووه زره سرتېري لري خو ټاکل شوې چې له افغان پولې سره نږدې په تاجکستان کې یوه ستره نظامي اډه هم جوړه کړي. دده په وینا په دې اډه کې به زرګونه سرتېري ځای پر ځای کېږي او له افغانستان د پېښېدونکي احتمالي ګواښ پر وړاندې به اقدام کوي. هغه ویلي چې ددې اډې پر جوړولو به ډېر ژر د تاجکستان او روسیې ترمنځ یوه رسمي هوکړه هم رامنځ ته شي.












