د لغمان د ترافیکو ریاست مسوولین وايي، چې د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي وویل، چې دغه پېښه نن سهار د کابل- جلال آباد پرلویه لاره د سرخکانو چوک ته څېرمه د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې ۱۱ تنه ټپیان او یو تن مړشوی دی. د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.












