د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د علیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد سیمه کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، چې دا توغندی د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو له لوري را توغول شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.












