د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې، ۳ زره او ۴۲۷ نور افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د اسلام قلعه د سرحدي آمر له قوله لیکل شوي چې د یادو راستانه شویو کډوالو له ډلې ۴۳۵ هغه یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.












