د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون د هرات د اسلام کلا بندر له لارې له ایران څخه ۱۵۴۸ افغان کډوالو په جبر او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوې دي. یاد وزارت ویلي، په دغو کډوالو کې چې کورنۍ هم شاملې وې ۳۷۶ تنه یې اړمن پېژندل شوي او د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ورپېژندل شوي دي او دغه راز ۴۵ کورنیو سره د سرپرست حکومت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د پسرلي په رارسېدو او هوا په ګرمېدو سره هېواد ته د کډوالو د راستنېډو لړۍ هم څه ناڅه چټکه شوې ده.












