هرات کې د څه د پاسه ۳ ميليونو افغانيو په لګښت د ترکمنستان د برېښنا د مزي د غځولو چارې د هرات د والي او د ترکمنستاني د پلاوي له لوري پيل شوې. د ترکمنستان پلاوي د افغانستان له خلکو سره د پوره همکارۍ په برخه کې خپل چمتووالی اعلان کړی او ویلي يې دي، چې دغه پروژه به تر شپږو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپاري. د دې پروژې په جوړېدو سره د ترکمنستان برېښنا له ۱۲۸ څخه ۲۵۰ میګاواټو ته لوړیږي. د هرات د برېښنا ریاست مسوولینو ژمنه کړې چې ډېر ژر به د هرات برېښنا چې د دوو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په یوه سرکټ کې تنظیم او په دې برخه کې به آسانتیاوې رامنځته کړي.












