د راپورونو له مخې له ۱۶۹ تنو افغانانو څخه چې د تخلیې په پروګرام کې جاپان ته تللي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یی لسګونه کسان بېرته هېواد ته ستانه شوي. جاپاني رسنیو خبر ورکړی چی دغه ۱۶۹ کسان هغه افغانان او د کورنۍ غړي يې دي چې ډېری یې په کابل کې د جاپان په سفارت کې دندې لرلې. د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه یی ۹۸ تنو ته جاپان د کډوالۍ دريځ ورکړی، خو ۵۸ نور کسان یې دامنيتي ګواښونو سره سره بېرته افغانستان ته او اوه نور کسان یی بریتانیا او امریکا ته تللي دي. په راپور کې راغلي، که څه هم جاپان د کډوالو دمنلو سخته تګلاره لري، خو بیا یې هم ۹۸ افغانانو ته دا دریځ ورکړی دی. سرچینې زیاته کړې، تېر کال په افغانستان کې د حکومت تر سقوط وروسته چې نړیوال ځواکونه هم له افغانستانه ووتل، د نورو هېوادونو ترڅنګ جاپان هم یو شمېر افغانان د تخلیې پروګرام کی وایستل او خپل هېواد ته یې ولېږدول. جاپان ته تللو يو شمېر افغانانو ويلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دوی سره د اسنادو په ترلاسه کولو او اقتصادي برخه کې همکاري نه کوي، ځکه دوی اړ دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.












