سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

له رسنیو سره تاوتریخوالی پلان شوی او سیستماتیک دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 8, 2022
in تبصرې
0
له رسنیو سره تاوتریخوالی پلان شوی او سیستماتیک دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

   د بشري حقونو د څار ډله وايي چې اسلامي امارت په ولایتونو او ولسوالیو کې د رسنیو پر وړاندې په پراخه کچه تاوتریخوالی کوي او د هغوی پر کارونو یې بندیزونه لګولي دي. ځینو خبرلایانو د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې ته ویلي چې د کار پر مهال ګواښل شوي، نیول شوي او آن بندي شوي دي. ددې تر څنګ په افغانستان کې اوس ورو ورو هڅه کېږي چې رسنۍ یوازې د اسلامي امارت د غونډو او فعالیتونو مثبت خبرونه خپاره کړي او هغه خبرونه،‌ رپوټونه او پروګرامونه خپاره نه کړي چې د اسلامي امارت نیمګړتیاوې پکې بیانېږي او یا هم نقد پرې کېږي.

چارواکو تل ویلي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او رسنۍ کولی چې شي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ازادې خپرونې وکړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې له رسنیو سره په ښه چلند مشهور دی، تل وايي‌ چې دوی رسنۍ نه محدودوي او ډ‌ېری ژورنالېستان د هغه له چلنده خوښ دي، خو چې کله خبره د حکومت نورو برخو او ولایتونو ته ځي،‌ بیا له شک پرته پراخې ستونزې شته.‌ نږدې هره ورځ په کابل او ولایتونو کې خبریالانو ته ستونزې جوړېږي، وهل کېږي او بندي کېږي. اوس ښايي پوښتنه دا وي چې دا د اسلامي امارت تګلاره ده او که نه؟

داسې ښکارېږي چې اسلامي امارت تر ډېره نه غواړي چې رسنۍ دومره محدودې کړي چې ارزښت یې له منځه ولاړ شي. له همدې امله د اسلامي امارت ویاند آن وویل چې د رسنیو په برخه کې د جمهوریت د وخت قانون عملي دی.‌ ستونزه دا ده چې د حکومت په ټولو برخو او په ولایتونو او ولسوالیو کې بیا ټول مسوولین دا واحده تګلاره نه تعقیبوي. هر والي، ولسوال، قوماندان او یا بل حکومتي مشر ځان ته حق ورکوي چې رسنۍ او ‍ژورنالېستان په خپله خوښه کنټرول کړي او هغسې خپرونې وکړي چې دوی یې ترې غوښتنه کوي. دوی دې ته نه ګوري چې د اسلامي امارت عمومي تګلاره څه ده او ایا دوی ته اجازه شته چې د رسنیو او ژورنالېستانو په کارونو کې مداخله وکړي او که نه، بلکې خپلسري کوي.‌ دوی دې ته هم نه ګوري چې که رسنۍ تېروتنه کوي، نو د یوې ځانګړې تګلارې له مخې به دا تېروتنه ارزول کېږي. دوی خپله ګام اخلي، د پولیسو او استخباراتو په شان مداخله کوي، د څارنوال او قاضي دنده هم خپله اجرا کوي او ژورنالېستانو ته سزا ورکوي.

دا یو واقعیت دی چې رسنۍ او ‍ژورنالېستان له پراخ ناوړه چلند او ګواښونو سره مخ دي، خو دا یو پلان شوی او سیستماتیک کار نه دی او نه هم د اسلامي امارت رسمي تګلاره ښکاري. دا خپلسري ده چې د اسلامي امارت ځیني منسوبین، والیان، ولسوالان، قوماندان او نورو چارواکي یې کوي او دوی په دې برخه کې مرکزي تګلاره نه تعقیبوي. اوس ددې وخت دی چې اطلاعاتو او فرهنګ وزات په دې برخه کې فعال شي او له مرکزه په لوړه کچه ټولو ولایتي چارواکو ته وویل شي چې هېڅوک د رسنیو د ګواښلو او د ژ‌ورنالېستانو د وهلو او بندي کولو حق نه لري. که رسنۍ تېروتنې کوي او یا هم ناسمې خپرونې کوي، اړوندې ادارې مکلفې دي چې قانوني چلند ورسره وکړي او له دوی پرته بل څوک دا حق نه لري.

Previous Post

نوې لار خپرونه| د امریکا لخوا د ایستل شو‍و افغانانو برخلیک

Next Post

ټاپي پروژه؛ د عملي کولو په برخه کې یې نوي خنډونه رامنځ ته شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ټاپي پروژه؛ د عملي کولو په برخه کې یې نوي خنډونه رامنځ ته شوي

ټاپي پروژه؛ د عملي کولو په برخه کې یې نوي خنډونه رامنځ ته شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان لپاره؛ د پاکستان نوي استازي قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي

د افغانستان لپاره؛ د پاکستان نوي استازي قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي

جون 20, 2020
چارواکي: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د هېواد اقتصاد کمزوری کړی

چارواکي: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د هېواد اقتصاد کمزوری کړی

اگست 31, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved