چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له هوبۍ ولايت څخه د شي جين پينګ ليدنه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 8, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۴مې نېټې د دغه هېواد له هوبۍ ولايت څخه درې ورځنۍ ليدنه کړې ده. د نوموړي دغه سفر کوم پيغامونه ورکړي دي؟

رئيس شي د نومبر د ۴مې نېټې په مازدېګر لومړی د هوبۍ ولايت د شياو ګان ښار د يون منګ ولسوالۍ موزيم څخه ليدنه کړې او هلته يې د تاريخي اثارو د ساتنې او څېړنې وضعيت ارزولی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

يون منګ ولسوالي د هوبۍ ولايت په مرکز کې ده، چې د تاريخي اثارو شمېر او ارزښت يې په چين کې مخکښ ځای لري. د يون منګ ولسوالۍ په موزيم کې له ۵ زرو زيات تاريخي اثار ساتل کېږي، چې ډېری تاريخي توکي یې د ملي خزانې ارزښت لري. په دغه موزيم کې د لرګيو داسې تختې نندارې ته وړاندې شوي، چې د چيني ژبې کاريکټرونه او د کورنۍ پيغامونه پرې ليکل شوي او پر لرګينو تختو یې حکاکي شوی لیک د چيني ژبې د لومړني ليک په توګه پېژندل شوی دی.

رئيس شي پر دغو تختو د ليکونو د موضوعاتو، د تاريخي او کلتوري ارزښت او د ساتنې او څېړنې په اړه معلومات ترلاسه کړي او د داراې کارکوونکي يې دوامدارو څېړنو ته هڅولي او ويلي يې دي، د تاريخي اثارو د ساتنې سويه باید لا لوړه او د چيني ملت هنري زېرمې وساتل شي او د ملي باور د پياوړتيا لپاره باید د چيناياو زړونه خپل کړي.

شي جين پينګ د تاريخي اثارو د ساتنې او څېړنو چارو ته تل ډېره پاملرنه کوي. رئيس شي د روان کال له دوهمې نيمايۍ راهيسې د دغه هېواد له ګان سو، شاان شي، فو جيان او ان هوی ولايتونو څخه ليدنې کړي، د دغو ولايتونو د تاريخي اثارو ساتونکو ادارو ته ورغلی او په اړه يې مالومات ترلاسه کړي او کارکوونکي يې لازمو چارو ته هڅولي دي.

شي جين پينګ تاريخي توکي د هېواد د نيکونو ارزښتناک اثار بللي، چې د تاريخي اثارو د ځلانده تمدن ښکارندويي کوي او په خبره یې، د هېواد تاريخ او هنرونه او د ملت روحيه باید وساتل شي.

د رئیس شي په نظر، د تاريخي اثارو ساتنه د خلکو هڅو ته اړتيا لري او راتلونکي نسلونه به ترې ګټې واخلي. همدغه ټکی د شي چين پينګ د هنر د مفکورې اصلي موضوع ده.

 د کليو سمسورتيا د شي جين پينګ د ليدنې یوه بله مهمه برخه ده، چې نوموړی ورته ډېره پاملرنه کوي.

رئيس شي د نومبر د ۵مې نېټې په سهار د شيان نينګ ښار جيا يو ولسوالۍ ته تللی دی. دغه ولسوالي د يانګ ځه سيند د مرکزي برخې په جنوب کې پرته ده او سبزي د دغې سيمې د کرنيزو چارو عمده برخه جوړوي.

په دغې ولسوالۍ کې د ۱۹ زرو او ۳ سوو هکتارو په مساحت سبزي کرل شوې، چې کلنۍ توليدي اندازه يې نژدې يو ميليون او ۲۷۰ زره ټنو ته رسيږي او حاصلات يې په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې پلورل کېږي.

شي جين پينګ ورپسې د نوموړې ولسوالۍ له سه يي کلي څخه ليدنه کړې ده. په دغه کلي کې د څه باندې ۱۱۰۰ کورنيو ۴۲۰۰ تنه اوسيږي او د زړو پالنې خدمتي مرکز، باسکېټبال ميدان، باډمينټن ميدان او د لامبو ډنډ په شمول ځيني تاسيسات پکې جوړ شوي دي.

رئيس شي په دغه کلي کې له روزنيزو پټيو څخه لېدنه کړې او د سبزيو د ډولونو، روزنيزو تخنيکونو او د خرڅلاو په اړه يې معلومات ترلاسه کړي او ويلي یې دي، چې د عصري کرنيزو چارو پرمختګ پر ساينس او ټېکنالوژۍ اتکا لري.

 رئيس شي د کليوال شيونګ چنګ لونګ کور ته ورغلی او د نوموړي د حاصلاتو، د ماشومانو د زده کړو، روزګار او چارو، د کورنۍ د عايداتو او د زړو پالنې او طبي چارو د حال او احوال پوښتنه يې کړې ده.

رئيس شي ويلي، د چيني شکله عصري کېدو پرمختګ د کليو د سمسورتيا پياوړتيا ته اړتيا لري او د دې لپاره بايد لومړی هغو صنعتي چارو ته وده ورکړل شي، چې کليوال ترې شتمني اخلي. نوموړي شي هيله ښودلې، چې ځايي کليوال د کوښښونو له لارې د ځانګړو صنعتي چارو ګټې لا لوړې او خپل ټاټوبی لا ښکلی اباد کړي او نيکمرغه او هوسا ژوند خپل کړي.

شي جين پينګ له هوبۍ ولايت څخه د ليدنې په پای کې د وو هان ښار د صنعتي نوښت او پرمختګ څېړنيز کمېسيون ته ورغلی دی. دغه ارګان درې کاله مخکې د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت او انکشاف د څېړنې په موخه جوړ شوی دی.

رئيس شي له ياد کمېسيون څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلي، چې هوبۍ ولايت د ساينس او ټېکنالوژۍ او مستعدو وګړو د روزلو په برخو کې څرګند غوره والی لري او د ساينسي ټېکنالوژۍ او صنعتي چارو په نوښتونو کې بايد فعال رول ولوبوي.

Previous Post

افغان پلاوي د ریلي ټرانسپورټ شورا ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی

Next Post

شي جین پینګ د ماليزيا له صدراعظم انور بن ابراهيم سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جین پینګ د ماليزيا له صدراعظم انور بن ابراهيم سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين استازي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د شينجيانګ په هکله د امريکا د استازي دروغ رد کړل

د چين استازي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د شينجيانګ په هکله د امريکا د استازي دروغ رد کړل

جولای 25, 2025
سوېډن کمېټې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل غندلي

سوېډن کمېټې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل غندلي

مارچ 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ