د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه پلاوي په ازبکستان کې د ګډو ګټو هېوادونو د ریلي ترانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی. د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، وایي چې په دې غونډه کې د افغانستان د ریل پټلۍ په چارو کې د نړیوالې همکارۍ راجلبولو او د ریل پټلۍ او ټکنالوژۍ په بنسټیزه پراختیا خبرې شوې دي. د حقشناس په وینا، یاده شورا کې د څارونکي غړي په توګه د افغانستان حضور منظور شوی او ډېر ژر به په رسمي ډول په دې شورا کې د څارونکي غړیتوب ترلاسه کړي.











