د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې تېر کال له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته ۱۲۴زره ۶۵۵ ټنه توکي صادر شوي او سږ کال د تېرو ۱۱ میاشتو په موده کې ۳۳۶۰۳۶ ټنه بېلا بېل توکي بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي. د کندهار مرستیال والي د اقتصادي شورا غونډې ته ویلي، چې د اقتصاد د پیاوړتیا، په صنعت او سوداګرۍ کي د ستونزو د حل او د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدو مهمه او چټکه لاره ده، چې په دوو اونیو يې په اړه باید خبرې وشي. د کندهار سوداګر وايي، د دغه ولايت وچه او تازه مېوه د اسيا تر څنګ د اروپا او امريکا په بازارونو کې ښه نوم لري، خو ستونزه دا ده، چې هغوى هغه اسانتياوې نه لري، چې له مخې يې دغه توکي بهر ته صادر کړي.












