د اوبو او برېښنا وزارت له ۷۷ ترکي شرکت سره د ۲۰۰ میګاواټه بادې برېښنا د جوړېدو او سروې هوکړه لیک لاسلیک کړ. یاد هوکړه لیک د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر او د ترکيې ۷۷ ساختماني شرکت د رییس له لوري لاسلیک شو. د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان د پانګونې لپاره ښه هېواد دی او له افغاني شرکتونو او پانګوالو یې وغوښتل چې د بهرنیو پانګوالو په څېر راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د هېواد په جنوب غرب سېمو کې که پر بادي سرچینو پانګونه وشي، ۱۶ سوه میګاواټه برېښنا تولیدولی شي. ورته مهال د ۷۷ ساختماني شرکت رییس سلیمان جیلیو په یادو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، که د افغانستان پر اوبهییزه برېښنا او بادې سرچینو پانګونه وشي، کولی شي خپلو ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا وارده کړي.












