د لوړو زده کړو وزارت وايي چې پر ملي او ديني ارزښتونو د سمبال تحصيلي نصاب پر جوړولو کار کوي. د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني نن کابل کې يوې غونډې ته وويل چې جوړيدونکی تحصيلي نصاب به د هېواد د پرمختګ سبب شي. حقاني زياته کړه چې د دیني او عصري زده کړو ترمنځ د فاصلې د له منځه وړلو په موخه ټول ديني تخصصات په لوړو زده کړو وزارت پورې اړوند شوي او د ديني اسنادو د تاييد لپاره يې جلا رياست رامنځته کړی دی. د لوړو زده کړو سرپرست وزير وويل چې دا مهال د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د درسونو بهير روان دی او په وينا يې چې د ياد بهير د روان پاتې کېدو لپاره د نړيوالو مرستې ته اړتيا لري.












