د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنتون له استادانو سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په غونډه کې ویلي چې دغه وزارت د زدهکړو ودې ته ژمن دی او زیاتوي چې موږ او تاسې یو پوهنتون لرو او هڅه مو دا ده چې دغه پوهنتون د نړۍ په کچه یو اسلامي پوهنتون شي. هغه په دغې غونډه کې همدارنګه دننه په هېواد کې په بېلابېلو څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرام له رامنځته کېدو هم خبر ورکړ او وې ویل چې له دوو میاشتو راهیسې پر دغه پروګرام کار پېل شوی دی. د نوموړي په وینا، ۴۵۰ هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتور لپاره بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، کابو ۲۰۰ استادان په علمي سفر او کابو ۱۵۰ نور استادان د لنډمهالو درسونو لپاره له هېواده بهر ته تللي دي.











