د لوګر ولایت په ورزشي ستډیوم کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۶ متره په اوږدوالي یو احاطوي دېوال او د یوې څاه کېندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه راز د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت په مالي ملاتړ د نیزه وهنې لوبغالي د جوړېدو او د فوټبال لوبغالي د سمسور کولو پروژو چارې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.










