د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې پرون ناوخته د کابل-ګردېز پر لویه لاره د يوې ترافیکي پېښې له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د امنیې قومندانۍ وياند احمدالله انس وايي، دغه پېښه د کابل-لوګر پر لويه لاره د مرکز پلعلم ښار اړوند په «کمبزه» سیمه کې د يوې سراچې او پاسو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې. انس زياته کړه، د پېښې ۹ ټپيان د لوګر ولايتي روغتون ته درملنې لپاره لېږدول شوي او يو کس د پکتيا حوزوي روغتون ته وړل شوې چې د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.











