مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې ټولو بهرنيو بنسټونو او انجيوګانو ته چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي د ګمرکي معافيت خبر وركړ. مالیې وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې هغو بشري مرستو ته چې معافیت ورکول شوی شمېر يې ۱۴ زره او ۳۰۶ محمولو ته رسیږي چې ټولیز وزن یې یو میلیون ۶۱ زره او ۵۶۰ ټنه او ګمرکي ارزښت یې ۱۶۴ میلیارد افغانی کیږی. د سرچینې په وینا په افغانستان کې مېشتو بهرنیو بنسټونو او انجیوگانو ته د ماليې وزارت له لوري ورکړل شوي ګمرکي معافيت ته په کتو د سیګار وروستی راپور یو ځل بيا ناسم ثابتېږي چې د امریکا کانګرس ته يې په افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو او انجيوګانو څخه د مالیاتو اخیستو په تراو ناسم معلومات وړاندي کړي وو. د سرچینې په حواله ماليې وزارت په افغانستان کې بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشري فعاليتونو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ مالياتي اسانتياوې رامنځته کړې او د بشري مرستو د لېزد او عادلانه وېش په برخو کې له یادو بنسټونو سره پر ترسره کړو ژمنو ولاړ دی.












