د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له طا لبانو سره یوې منظمې هوکړې ته رسېدلي وو چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه، ددوی همکاران، ديپلوماتان او استخباراتي کسان په مصونه توګه له دغه هېواد ایستل کېږي خو بایډن په هر څه کې تر حد ډېره بېړه وکړه او د ګڼو کسانو د وژل کېدو سبب شو. دده په خبره کیسه همدلته نه تمامېږي او ددې ستر احتمال شته چې امریکا په راتلونکې کې د بایډن د تېروتنو له امله ستره بیه پرې کړي. پمپیو ټینګار کوي چې بايډن د خپلو شاوخوا کسانو خبرو ته غوږ نه دی اېښی او یوه ستره پرېکړه یې په یوازې ځان ترسره کړې ده چې خطرناکه به تمامه شي.











