د افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د قطر د لومړي وزير له مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه د ټويټونو يوه لړۍ کې ويلي چې دواړو لورو په دې ناسته کې په یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره د افغانستان د هوايي ډګرونو د مديريت د قرارداد پر هغو ټکو هم بحث وکړ چې لا پرې توافق نه دی شوی. متقي او ال ثاني ژمنه کړې چې د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه به په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو د مديريت تړون نهايي شي. متقي د تېرې جمعې په ورځ د ا.ا له يوه پلاوي سره قطر ته سفر کړی او تر دې مهاله يې د ځينو اروپايي هيوادونو له ديپلوماټانو سره هم کتلي دي.












