د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد د رسنیو له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې ده. مجاهد ویلي چې رسنۍ د یو هیواد او نظام له پاره ډیر ارزښت لري، دوی یې ملاتړ کوي او له رسنیو یې تمه دا ده چې رسنۍ باید د ټولنې د اصلاح له پاره کار وکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې رسنۍ باید د هېواد لوړ منافع او اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي. په همدې حال کې شیخ محمد خالد ویلي چې رسنۍ د منبر حیثیت لري او د دوی تمه ترې دا ده چې د نوي نسل او عام اولس د اذهانو د تنویر په برخه کې ښه رول ولوبوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې هر هیواد خپل ارزښتونه لري، چې باید د همدغو وسیلو له لارې یې حفاظت او ساتنه وکړل شي.











