پاکستان وایي طالبانو ته په کار ده چې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د لوجستیکي مسایلو له امله دی، نو طالبانو ته په کار ده چې نرمښت وښيي ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي. د قریشي په خبره طالبان دې د خپل هېواد د ګټو لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل ګډون ته ادامه ورکړي ځکه افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده. قریشي دا هم وایي چې طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي خو پاکستان کولی شي دوی د سولې اړوندو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره وهڅوي.











