د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، پلان لري په هغو ټولو ساحو کې مخابراتي سایټونه فعال کړي چې په تېرو شلو کلونو کې پکې هیڅ راز مخابراتي خدماتو وجود نه لاره. د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، دا وزارت په پام کې لري چې د هر افغان کور ته مخابراتي او انټرنیټي خدمات ورسوي. د یاد وزارت په وینا، دوی به د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو د پراختیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او هیله لري چې ژر ټول افغانان له مخابراتي خدماتو برخمن کړي. د یادونې ده چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد په ډېریو سیمو کې انټرنیټ څه چې مخابراتي خدماتو هم وجود نه لاره.











