د بلخ ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د مزارشریف ښار په ۸ مه ناحیه کې یې پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې پیل کړې دي. د یاد سړک چارو د پیل په مراسمو کې د مزارشريف ښاروال هم ګډون کړی و، د مالوماتو له مخې د نوبهار کارتې لومړی سړک چې ۷۲۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت یې دکانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د یاد سړک چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي. بلخوا د دغه سيمې يو شمېر اوسېدونکو هم د یاد سړک په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په کانګرېټ کېدو سره به یې دوی ته اسانتاوې برابرې شي.












