د روسیې په پلازمېنه مسکو کې چې تېره شپه د موسیقۍ په یوه تالار کې د ډزو پېښه رامنځته شوې په پایله کې یې د وژل شویو کسانو شمېر تردې دمه ۱۳۳ ته لوړی شوی دی. د روسیې امنیتي ادارې وايي، په دې خونړي برید چې تېره شپه ترسره شوی، لږ تر لږه پکې ۱۳۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي. د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې په دغه پېښه کې ښکېل ټول شکمن وسله وال نیول شوي دي. نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې بریدګرو هڅه کوله اوکرایین ته په تېښته بریالي شي. په داسې حال کې، چې اوکرایین له وړاندې په دغه برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده. ښاغلي پوتین سبا یکشنبه په ټول هېواد کې د دې پېښې له امله ماتم اعلان کړی دی. بلخوا په مسکو کې دا خونړی برید د نورو ګڼو هیوادونو تر څنګ د افغانستان سرپرست حکومت هم په سختو ټکو غندلی دی.











