د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی او ویلي، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ او دغه راز د سولې په برخه کې د پرمختګونو په نیت یې تازه ۵۲ نور طالب زندانیان هم پرون خوشي کړي دي او نن به نور هم آزاد شي.په دې سره د ټولو خوشو شوو طالب زندانیانو شمېر ۹۰۲ کسانو ته ورسېد. جاوید فیصل ویلي دوی پر طالبانو هم غږ کوي چې ژر تر ژره له دوی سره شته ملکي او نظامي بندیان خوشي کړي، تاوتریخوالی کم کړي او سولې ته تیار شي. فیصل داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه طالبانو هم د افغان حکومت د شلو بندیانو له خوشي کولو خبر ورکړی دی. دوی همدا راز د افغان حکومت له لوري د بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی خو د لا ډېرې چټکتیا غوښتنه یې کړې ده.












