د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې د خبرو پرمهال ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو او د خلکو په بیځایه کېدو ژوره اندېښنه لري. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ويلي، هیله من دي چې روانه اوونۍ په دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو او همدارنګه د سیمه ییزو او نړیوالو استازو په ګډون په خبرو کې د بحث او خبرو اترو له لارې د جګړې د ختمېدو لپاره توافق ته لار پرانیستل شي. د ملګرو ملتونو ویاند وویل، دوی په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او اوس هم باور لري چې د سیاسي حل لاره موجوده ده. د دوجاریک په وینا، دا په دې معنی نه ده چې هغوی د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي پټې سترګې دي. ملګري ملتونه وایي ګڼ شمېر خلکو له جګړو څخه د خوندي پاتې کېدو په هدف کابل او نورو سترو ښارونو ته مخه کړې ده او اوسمهال ۱۸.۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې یوازې سږ کال ۳۹۰ زره کسان بیځایه شوي دي. ملګري ملتونه وایي چې بشري مرستندویه سازمانونه به په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.












