ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې لسګونه نابینا مېرمنو د برېل خط یا د نابینایانو الفبا زده کړې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا ‘یو این ایچ سي آر’ پرون د برېل خط د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه خبر ورکړی دی. دغې کمېشنرۍ ویلي چې ۹۰ نابینا مېرمنو ته د ودان په نوم یوې موسسې په مرسته د افغانستان په ختیځ کې برېل خط ور ښودل شوی دی. په خبر کې راغلي چې دغو مېرمنو د مسلکي زده کړو او ټولنیزو مشورو په روزنیزو پروګرامونو کې هم ګډون کړی دی. برېل داسې خط دی چې د ګوتو په تماس سره لوستل کېږي او په نړۍ کې نابینا یا کم بینا خلکو ته د لیک لوست لاره ده.












