چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړو له بې ځایه شویو سره دې بېړنۍ مرستې وشي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 2, 2021
in افغانستان
0
ملګري ملتونه: د جګړو له بې ځایه شویو سره دې بېړنۍ مرستې وشي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستیو کې په هېواد کې د سولې له پڅ بهیر سره جوخت، په ډېریو ولایتونو کې جګړو او نښتو زور اخیستی، چې پر ښکېلو غاړو سربېره پکې ملکي وګړو ته هم د سر او مال زیانونونه اوړي او ګڼ شمېر نور یې د خپلو سیمو او مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

کندهار، هلمند، غزني، فاریاب، هرات، لغمان، جوزجان او بغلان هغه ولایتونو دي، چې په دې وروستیو کې جګړې پکې شدیدې شوي او ان د ولایتونو تر مرکزونو رارسېدلې دي. بلخوا د جګړو له ډېرېدو سره هممهاله لسګونه زره افغانان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او تر سختو شرایطو لاندې په نورو سیمو کې مېشت شوي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا(UNHCR) په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې له امله د بې ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. یادې ادارې پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي، چې د بې ځایه شویو افغانانو او د هغوی له کوربنو سره د ملاتړ لپاره نویو ژمنو ته اړتیا ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

دغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له میلیونونو افغانانو سره چې خپلې راتلونکې ته اندېښنه لري او هم له هغو هېوادونو سره پیوستون اعلان کړي، چې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې یې بې ځایه شویو افغانانو ته خوندي ځای برابر کړی او اړینې مرستې دې ورسره وکړي. د دغې ادارې د اسیا برخې مشر اندریکا راتواتي ویلي، دغه اداره او نړیواله ټولنه باید تر بل هر وخت ډېر اوس له بې‌ځایه شویو افغانانو سره چې د جګړې قربانیان دي، ودرېږي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې د دوی نه هېرېږي.

په ورته مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالوېش کې له ځنډ وروسته د سولې بین الافغاني خبرې په ټپه درېدلي، جګړې، نښتې، موټربم چاودنې، هوايي بریدونه او هدفي وژنې زیات شوي او آن د جګړو او نا امنیو لمن د هېواد نسبتاً امن سیمو او ولایتونو ته هم غځېدلې ده. هرات په تېرو دوو لسیزو کې له هغو ولایتونو څخه و چې امنیت پکې تر ډېره ښه و، خو په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې هم جګړو او نښتو زور اخیستی چې له کبله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د هرات د کډوالو چارو ریاست وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په شینډنډ، اوبې، غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو کې د جګړو له کبله ۱۷۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې دغه کورنۍ تر ډېره د هرات ولایت مرکز ته کډه شوي او جدي مرستو ته اړتیا لري. نوموړی پر کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو غږ کوي چې په دغه ولایت کې دې بې ځایه شویو کورنیو ته خپلې بېړنۍ مرستې ورسوي.

د جګړو او نا امنیو تر څنګ د سولې مذاکراتي ټیمونه یو ځال بیا په د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې مذاکراتو لپاره پر چمتووالي بوخت دي. دوی هیله څرګندوي چې د سولې روانې خبرې به دا ځل یوې پایلې ته ورسېږي.

د سولې وزارت چارواکي هم وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي یو شمېر غړي تېره ورځ دوحې ته تللي او پاتې نور به هم ژر لاړ شي چې د دواړو ټيمونو له رسېدو سره جوخت به د سولې خبرې هم پیل شي.

Tags: Top
Previous Post

پروان کې چاودنې؛ د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

Next Post

شارپ کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شارپ کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

شارپ کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

راپور: امریکا ته د کډوالۍ لپاره د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد شوي

راپور: امریکا ته د کډوالۍ لپاره د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد شوي

جون 11, 2022
هېواد کې د کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا لپاره د جوازونو وېش پیلیږي

هېواد کې د کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا لپاره د جوازونو وېش پیلیږي

اکتوبر 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved