ملګري ملتونه وایي د نجونو تعلیم او زده کړې د طا لبانو د رسمیت پېژندلو لپاره باید اساسي شرط وي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او نورو بشري حقونو سخت ملاتړ کوي او په دې برخه کې جدي دي. نوموړې همدا راز ویلي چې د نجونو تعلیم باید د طا لبانو د رسمیت پېژندلو او له دوی سره د بشري مرستو لپاره اساسي شرط وي. له دې سره جوخت په ځینو نورو هېوادونو کې هم د افغان نجونو د تعلیم په ملاتړ ځینې لاریونونه شوي دي. طا لبان بیا وایي دوی د ښوونځیو د پیل پر یوه منظمه طرحه کار کوي چې له مخې به یې نجونو ته د تعلیم مصونه فضا رامنځ ته کوي او په دې لټه کې نه دي چې د نجونو د زده کړو او ښوونځیو ته د تګ مخنیوی وکړي.












